دافغانستان ملی متحد ګوند دخواشینی پيغام

we1

د افغانستان د ملی متحد ګوند د خواشینی پیغام

په دیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړه چی د ۱۳۹۷ کال د تلی د میاشتی په ۲۶ د کندهار ولایت زړه ور او پر هیواد مین قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزی د یوی تروریستی پیښی له کبله چی زمونږ د هیواد او خلکو د دښمنانو له خوا د ده پرضد تر سره شو د یاد ولایت د ملی امنیت د رییس شهید مومن حسین خیل په ګدون یو ځای په شهادت ورسید.

اناالله و اناالیه راجعون

شهید جنرال عبدالرازق ډیر غښتلی ، زړه ور، هیوادپال او دهیواد د دښمنانو د سترګو اغزی و او خپلی دندی یی په خورا صداقت او ځان تیریدنی په روحیه سرته رسولی. شهید عبدالرازق د کندهار ولایت او دکندهار دلړغونی ښار امنیت او ثبات په ډاډ منه توګه خوندی ساتلی و او دی ترټولو مسولینو په پرتله د یاد سیمی پر نظامی – سیاسی اوضاعو باندی برلاسی و او د پاکستان د نظامی کړیو او د ای اس ای سره د نوموړی هیواد افغانستان کی د بی ثباتی او نا امنی دلمن وهلو له کبله ژوره دښمنی درلود او د یاد هیواد د نظامی او ای اس ای په مقابل که دی خپلی خاوری د ولیښت ، ولیښت څخه په میړانه او سر ښیندنی سا تنه او څارنه کوله او په ډیر زړورتیا سره د دفاع په سنګرکی ولاړو. مګر په دیړتاسف سره چی زمونږ د دولت دمشرتابه د پاملرنی وړیوقوماندان نوو او په درنښت ورته نه کټل کیده. دشهید عبدالرازق تشه د کندهار او دګاونډیو ولایاتو او ان د سیمی پرنظامی – سیاسی اوضاعو باندی ډیره بده اغیزه به وکړی او دا تشه به تر ډیروخت پاتی وی او که دهیواد کشفی، استخباراتی او اطلاعاتی ارګانونو همداسی بی خبره او بی تفاوته پاتی شی پایله به یی ډ‌یرناوړه او د منلو وړ به نوی. هیله ده چی نوموړی ارګانونه خپلی څارنی او کشفی کړنی د هیواد په پولو او په تیره د افغانستان او پاکستان به ګډو پوله ګړندی او منظمه کړی ځکه چی د پاکستان استخباراتی او نظامی کړی د هغه دښمنی پر بنسټ چی د تاریخ په اوږدوکی زمونږ هیواد او خلکو سره لری هیڅکله آرامه به نه کینی او زمونږ د هیواد به ګوټ ګوټ کښی به تخریبی او تروریستی تیریو ته لمن ووهی. دهلمند په ولایت کښی د مرحوم عبدالجبار قهرمان د ۱۳۹۷ کال د ولسی جرګی په ټاکنو کښي د هلمند ولایت نوماند پر ټاکنیز دفترباندی تروریستی برید چی د مرحوم قهرمان د شهادت سبب شو، د دی ادعا روښانه بیلګی ده.
مونږ په داسی حال کښی چی د دواړو پیښود شهیدانو روح ته درود وایو د پاک خدای له درباره دوی ته بښنه او د پیښی ټپیانوته روغ صورت غواړو او ددوی پاتی کسانو ته د جمیل صبرهیله کوو او دملی یووالی حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چی د دواړه پیښو عاملان دی په نښه کړی او دقانون منګلو ته دی وسپاری.
مونږ پدی وروستیو کلونوکی ډیری قربانی ګانی ورکړی دی چی ښایی بده اغیزه به یی یوازی پر کورنی او نږدی دوستانو باندی تاسیر اچولی وی، مګر دجنرال عبدالرازق شهادت د هیواد په دی کړکیچن او حساسو شرایطو که د هیواد پر سیاسی او نظامی اوضاعو باندی به ډیرکلک اغیزه وکړی او سوله او ثبات ته به دننه په هیواد او منطقی کی زیانونه واړه وی.
نورالحق علومى
دافغانستان دملی متحد ګوند ریس
او دافغانستان ملی جبهه رهبر

Text Widget

Aliquam ut tellus ligula. Nam blandit massa nec neque rutrum a euismod t ellus ultricies! Phasellus nulla tellus, fringilla quis tristique ornare, condi mentum non erat. Aliquam congue or nare varius, tristique ornare, condi mentum non erat. Aliquam congue or nare varius, tristique ornare, condi mentum non erat. Aliquam congue or nare varius.